"پاکستاني پوځ بې کوره کړي یو او مرستې هم نه شته"

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

ميډيا پلير

د جنوبي وزيرستان د مسيدو د قبيلې يو شمېر هغو مشرانو پر پاکستاني حکومت نيوکه کړې چې وايي د پوځ د عملياتو په نتيجه کې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي او حکومت ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د جنوبي وزيرستان د مسيدو د قبيلې يو شمېر هغو مشرانو پر پاکستاني حکومت نيوکه کړې چې وايي د پوځ د عملياتو په نتيجه کې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي او حکومت ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

پاکستاني پوځ ٢٠٠٩ کال کې دغلته د اورپکو په وړاندې عمليات پيل کړل چې له امله يې په زرگونو کورنۍ اړ شوي چې خپل کور کلى پرېږدي.

دوى ادعا کوي چې د پوځ د عملياتو په نتيجه کې يې دوکانونه او نور سوداگريز مرکزونه هم له منځه تللي دي.

دغه شکايت وروسته له هغه راځي چې د جنوبي وزيرستان يو شمېر خلکو اسلام کې آباد کې احتجاج وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې خپلو سيمو ته د بېرته ستنيدو اجازه ورکړي.

زموږ همکار طاهرخان د جنوبي وزيرستان د چغملايي سيمې له يو شمېر مشرانو سره د دوی د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .