اوسکار ۲۰۱۳: مراسم او ګټونکي

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391
    • د اوسکار ۲۰۱۳ جایزو د وېش لپاره فلمي لوبغاړي، تولیدوونکي او ډایرکټران ورغلي وو. اکټر، تولیدوونکي او ډایرکټر بن افلېک د ایران په اړه د جوړ شوي فلم جایزه ترلاسه کړه.
    • ډانېیل ډې لویس هم جایزه وګټله. دا درېیم ځل دی، چې هغه فلمي جایزه ګټي.
    • اډیلي له ټولو مننه وکړه او وویل چې ''له تاسې سره مینه کوم''. هغې تر سندرې ویلو وروسته د جایزې ترلاسه کولو پرمهال له ټولو مننه وکړه.
    • انګ لي بیا د اوسکار دویمې جایزې لپاره ډېر خوشاله و، هغه ته د (لایف آف پي) فلم د غوره ډایرکټر جایزه ورکړل شوه.
    • کوربه سېت مکفارلېن بیا د کومیډي ټوټې په برخه کې غوره وبلل شو.
    • باربرا سټریسنډ هم ښه سندره وویله. دا سندره کمپوزر ماروین هملیچ هغې ته په ۱۹۷۳ کال کې د ویلو لپاره کمپوز کړې وه.
    • ډایکرټر کوینټین ترنټینو مینه والو ته وویل ''دغو جایزو ریښتیني اکټران ژوندي وساتل.''

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .