د مصر بالون چاودنه

د خپريدو وخت: 12:56 گرینویچ - سه شنبه 26 فبروري 2013 - 08 کب 1391
    • مصر کې د تودوخې له لارې الوتونکی بالون چاودلی، چې له امله یې ۱۹ سیلانیان وژل شوي.
    • پېښه د مصر په جنوبي الاقصر سیمه کې شوې، چې یو سیاحتي ځای دی.
    • ډېری وژل شوي برتانویان او فرانسویان دي.
    • الاقصر د نیل سیند په غاړه پرته سیمه ده چې ورته څېرمه د فرعونانو اړوند لرغوني ځایونه شته. له همدې امله دغه ځای ته ډېر سېلانیان ورځي.
    • په پېښه کې دوه کسان ژوندي پاتې شوي دي.
    • د تودوخې په وسیله د الوتونکو بالونونو له لارې سیمې ته د سېلانیانو د لېږدونکو ۸ شرکتونو یوه ویاند احمد عبود رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بالون کې هغه مهال د ګازو چاودنه وشوه، چې له ځمکې ۱۰۰۰ فوټه پورته یې الوتنه کوله.
    • دا ډول پېښې په مصر کې پخوا هم شوي دي. په ۲۰۰۹ کال کې دوه برتانوې مېرمنې ووژل شوې.
    • اوس اړوند چارواکي وايي د خوندیتوب لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .