د کابل واورینې ورځې ځانمرګی

د خپريدو وخت: 07:28 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391
    • د کابل په واورین ګهیځ وسله والو طالبانو د ملي اردو پر یوه لېږدوونکي ګاډي ځانمرګی برید وکړ.
    • په برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري ټپیان شوي.
    • عیني شاهدانو ویلي، یو کس یې ولید، چې د ګاډي لاندې یې یوڅه ځای پرځای کول، او بیا چاودنه وشوه.
    • د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه واخیسته د ګڼې مرګ ژوبلې ادعا یې وکړه.
    • برید د کابل درېیمې حوزې په کارته درېیمه کې پر یوه فرعي سړک شوی دی.
    • د پېښې ځای ته ځینې بهرني ځواکونه هم ورغلي وو.
    • د برید په سیمه کې هټۍ او نور خوړنځایونه هم وو.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .