افغان خپرونو کې د پرديو تورو د مخنيوي پرېکړه

د خپريدو وخت: 13:09 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

د وزيرانو غونډې له بيلابېلو وزارتونو غوښتي چې خپلو اړونده ادارو کې د ملي ژبو پياوړتيا لپاره کار وکړي.

افغان حکومت اعلان کړی چې پر راډيو او تلوېزیون د پرديو ژبو توري او لهجې دې نه کارېږي.

د دې پرېکړې پر مهال د وزيرانو شورا د اطلاعاتو او کولتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ته دنده سپارلې چې په خپلو اړوندو ادارو کې دې د ملي ژبو خپلو لهجو ته ځانګړى پام وکړي، د نامعياري لهجو، نا مانوسه او پرديو تورو او ژبو له کارونې دې ډډه وکړي.

تاسې اورېدونکي په دې اړه څه نظر لرئ، افغان مطبوعات او د تلوېزیون او راډيو خپرونې تر کومه خپله اصلي ژبه کاروي، په دې اړه د نظرونو او وړانديزونو لپاره د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال ستاسې غږ پروګرام ته پر ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنګ ووهئ.

دغه راز پر دې شمېره لنډ پيغام يا اېس اېم اېس هم را استولی شئ:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .