۱۳۹۲ که د ښځو د حقونو د ورکړې کال

د خپريدو وخت: 10:40 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391
    • په کابل کې د ښځینه حقونو د مدافع ټولنو ځینې غړي راغونډ شوي وو، او په تېره یوه لسیزه کې یې افغانستان کې د ښځينه قربانیانو د وژنې په غمشریکۍ کې یوه دقیقه چوپتیا وکړه.
    • زیات شمېرښځې په دودیزه چادریو کې راغلې وې.
    • دغو ښځو د مدني ټولنې د کنفرانس د تالار پر دېوالونو د لسګونه قرباني شویو ښځو عکسونه ځړولي وو.
    • دغو بنسټونو ۱۳۹۲ کال د لاسته راوړنو کال بللی او په دې برخه کې یې د جدي مبارزې ټینګار کړی دی.
    • د ښځو د حقونو فعالان وايي، د افغانستان په سیاسي نظام کې د ښځو ځای له کاغذه عملي بڼه نه ده غوره کړې او سبمولیکه بڼه لري.
    • ظاهراً دغه راغونډېدنه د قرباني شویو ښځو د یاد په اړه وه، خو له حکومته یې ډېرې غوښتنې لرلې.
    • دغو ښځو په سیاسي ډګر کې د ښځو د پوره ونډې ورکولو غوښتنه کوله.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .