"له ۲۰۱۴ کال وروسته د کورنۍ جګړې امکان نشته"

د خپريدو وخت: 16:15 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

موږ پلان لرو، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ناټو په افغانستان کې روزنیز ماموریت پیل کړي

د ناټو سرمنشي ويلي دي چې له افغان حکومت سره به داسې يو هوکړه لاسلیک کړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو دماموريت څرگندوالى جوت کړي.

اندرس فو راسموسن له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د دغې هوکړې پر سره خبرې روانې دي.

ښاغلي راسموسن په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د کورنۍ جګړې امکان رد کړي.

ښاغلي راسموسن په سر کې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه خبرې وکړې.

راسموسن: نه، فکر نه کوم چې دغسې وشي. زما په فکر د افغانستان خلک نور له جنګ او تاوتریخوالي ستړي شوې دي اوسوله غواړي. تېر لس کاله له ډېرو ستونزو ډک وو خو اوس د ډېرو پرمختګونو شاهدان یوو. فکر کوم چې خلک اوس په دې پوهیدلي چې څه شی سوله او ازادي ورته راوړلی شي نو نه غواړي چې بیا کورنۍ جګړې وکړي.

پوښتنه: خو فکر کوﺉ، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړۍ نښې شته؟

ځواب: نه، دغسې فکر نه کوم. خلک سوله غواړي او له افغان ملي ځواکونو د سولې او ثبات د ټینګولو تمه لري.

پوښتنه: له ۲۰۱۴ کال وروسته به د ناټو رول څه ډول وي او په کوم ډول به له افغان حکومت سره تر څنګ ولاړ وي؟

ځواب: موږ پلان لرو، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته ناټو په افغانستان کې روزنیز ماموریت پیل کړي. موږ به ژمن پاتې کیږي خو په هغه صورت چې د افغانستان حکومت زموږ یاني ناټول مرسته وغواړي. موږ چمتو یو چې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او له هغوی سره مرسته وکړو. خو موږ دا اړتیا لرو، چې په افغانستان کې د خپل شته والي قانوني چوکاټ روښانه کړو. ځکه که دغسې یو چوکاټ نه وي نو موږ په افغانستان کې نشو پاتې کیدای.

افغان ځواکونه په ښه توگه د افغانانو خونديتوب ته پاملرنه کوي، او زه فکر کوم چې خلک هم همداسې تمې ورځينې لري

پوښتنه: نو تاسې غواړﺉ چې په افغانستان کې مو حضور له حکومت سره د یوه تړون پر اساس وي؟

ځواب: هو، موږ دغه ډول تړون ته اړتیا لرو.

پوښتنه: ایا همدغه موضوع مو نن له ولسمشر حامدر کرزي سره په کتنه کې مطرح کړه؟

ځواب: هو، پر همدې موضوع مو له ولسمشر سره په جزیاتو خبرې وکړې.

پوښتنه: د هغه ځواب تاسې ته څه وه، ایا راضي ښکارید؟ ستاسې له وړاندیزونو سره یې هوکړه و کړه او تاسې د ولسمشر کرزي له وړاندیزونو راضي یاست؟

ځواب: نه غواړم د دې موضوع په اړه پر ډېرو جزیاتو خبرې وکړم. ستونزې تر اوسه نه دي حل شوي، پر خپل ځای پاتې دي. خو ولسمشر کرزي د ستونزو پر حل او له ۲۰۱۴ کال وروسته د روزنیز ماموریت لپاره ناټو ته د اډو د برابرولو لپاره د حکومت پر غوښتونو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

پوښتنه: ایا دغه تړون به په کابل یا بروکسل کې لاسلیک شي؟

ځواب: فکر کوم اول قدم دا دی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزه تړون لپاره لاره هواره شي. ځکه دغه تړون به د افغانستان او ناټو ترمنځ تړون ته لاره جوړه کړي.

پوښتنه: ايا د دغه تړون له مخې به تاسو په افغانستان کې د جگړه ييز رول غوښتنه وکړئ؟

ځواب: نه له ٢٠١٤ کاله وروسته به زموږ ماموريت روزنيز ماموريت وي، زموږ جگړه ييز ماموريت د ٢٠١٤ کال تر پايه بشپړېږي، او زموږ نوى ماموريت به يوازې او يوازې روزنيز ماموريت وي.

پوښتنه: نو څه غواړى چې د دغه تړون پر مټ کوم ټکي روښانه کړئ؟

ځواب: زه ډېرو جزئياتو ته نه ورځم، خو په يقين سره ويلاى شم چې موږ د قضايي خونديتوب غوښتونکي یو، موږ د داسې اډانې د رامنځته کولو لپاره اړتيا لرو چې له مخې يې زموږ ځواکونه او روزونکي له ٢٠١٤ کاله وروسته پرې عمل وکړي.

پوښتنه: له ٢٠١٤ کاله وروسته به تاسو افغان ځواکونو ته څه ډول وسلې وسپارئ؟

ځواب: په دې برخه کې به د ناټو تړون هر غړى هېواد خپله پرېکړه کوي، ځکه د دغو وسلو او مهاماتو خاوندان هغوى دي، خو په دې پوهېږو چې امريکا لا له وړاندې ډېرې وسلې او مهمات افغان ځواکونو ته سپارلي دي، او زه تمه لرم چې دغه لړى به روانه وي ځکه چې په دې سره به افغان ځواکونه وتوانيږي چې له ٢٠١٤ کاله وروسته ټولو امنيتي چارو ته غاړه ورکړي.

پوښتنه: ايا د هوايي ځواکونو تجهيزات به هم په کې راځي؟

ځواب: دغه څه د افغان چارواکو او د ناټو د غړو هېوادونو تر منځ خبره ده، خو په ټوله کې دومره درته ويلاى شم چې د ناټو غړي هېوادونه به د هغو وسلو پر سپارلو هوکړه کوي چې د اورپکو سره د مبارزې لپاره اړينې وي.

پوښتنه: څو اونى وړاندې ولسمشر کرزي داسې يو فرمان صادر کړ چې له مخې يې افغان ځواکونه نه شي کولاى دناټو د هوايي ځواک څخه د استوگنې پر سيمو د بمباريو لپاره مرسته وغواړي ، ايا دغه فرمان به ستاسو ماموريت اغيز من نه کړي؟

ځواب : ډاډمن يم چې افغان او ايساف ځواکونه چې په جگړه کې ښکيل دي يوه عملي لاره به بيامومي، افغان ځواکونه په ښه توگه د افغانانو خونديتوب ته پاملرنه کوي، او زه فکر کوم چې خلک هم همداسې تمې ورځينې لري، که چيرته افغان ځواکونه د خلکو د خونديتوب لپاره د ايساف ځواکونو مرسته وغواړي نو تمه مې دا ده په دې برخه کې به عملي او تخنيکي پريکړې کېږي، له همدې کبله نن مې له ولسمشر کرزي سره په دې اړه خبرې هم و نه کړې، ځکه زه هيله من يم چې دغه موضوع په عملي توځه حل شي .

پوښتنه: څو ورځې وړاندې حامد کرزي له نړيوالو ځواکونو وغوښتل چې د افغان امنيتي ځواکونو د ادانې نه د باندې دې سيمه ييز پوليسړ سره دې ځيني وسلې والې دلې هم يو ځاى کړي ، ايا داسې دلې شته چې د نړيوالې تولنې له خوا په وسلو سمبال شي او يا دې د هغوى ملاتړ وشي؟

ځواب: زه په دې اړه مالومات نه لرم.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .