تي لرونکي ژوي

د خپريدو وخت: 07:41 گرینویچ - پنجشنبه 07 مارچ 2013 - 17 کب 1391
    • په لومړي مقام کې د روی ریمر دغه انځور لومړی مقام ګټلی، چې یو موږک په کې ټوپ وهي. د سږ کال مسابقه کې هغو انځورونو ته ځای ورکړل شوی، چې حیوانانات په کې نادرې منډې یا حرکت کوي.
    • سمبالوونکو تمه کوله، چې له ځینو ناسمو مفاهیمو انځورونه سم کړي. د جولي میلن دغه انځور دویم مقام ګټلی.
    • درېیم- د ګاري کوکس دغه عکس، چې یو موږک په کې مېوه په خوله کې اخلي، درېیم مقام ګتلی.
    • د بیکي کارترایټ دغه عکس د انګلستان په شمال کې د کمبریا په سیمه کې اخیستل شوی.
    • د الیکس بیري مان دغه انځور هم جایزه وګټله. د اد هغه موږک عکس دی، چې په اوبو کې ژوند کوي.
    • بل ګټونکی الیخاندرو اوجیانو و، دی وايي، چې په فورټ نهر کې مې د حیواناتو ژوند ته پام شو، ولاړم انځورونه مې یې واخیستل. ګڼ نور عکاسان هم راغلي وو. په یخو اوبو ورګډ شوم، چې ښه انځورونه واخلم.
    • د توماس اوستن دغه عکس هم جایزه وګټله.
    • د ډیویډ ګیبن دغه عکس هم جایزه ګټلې ده، چې له نژدې یې د موږکانو د ښکار پرمهال د یوې ګیدړې عکس اخیستی.
    • عکاس هیري مارټین د خپل دغه عکس په اړه وايي: ((طبیعي پارک ته د تلو پرمهال مې ولیدل چې چوڼ چوڼکې پر ځمکه لوبې کوي. شوه شېبه تم شوم یو حیوان پرې راووت، دوی یې تیت پرک کړې.))
    • د هات ټیم عکس.
    • د ریچرډ فیشر عکس. سور غزال، چې له خپلې ډلې پاتې شوی دی.
    • جایسون پارنیل بروکس په شمالي ایرلنډ کې دغه عکس اخیستی.
    • کایت ویلمسن دغه عکس د تمرین پرمهال د یوه تي لرونکي ژوي اخیستی دی.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .