افغان مېرمنې ''سمبولیک حقونه'' نه غواړي

د خپريدو وخت: 13:29 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391
    • د همبستګۍ ګوند د هغه امریکايي پوځي 'برادلي مننګ' عکسونه چاپ کړي و، چې افغانستان کې جنګېدلی چې په وینا یې نه یې غوښتل، چې نظامي مجرم شي.
    • په کابل کې د مارچ د اتمې په پلمه د همبستګي ګوند له خوا د موسیقۍ په بڼه د ډرامې له لارې یو انتقادي پروګرام جوړ شوی و.
    • په دې پروګرام کې ډرامې او د تېرو څلورو لسیزو جنګي جنایتونو پرضد پر ستیژ ډرامې وړاندې او سندرې وویل شوې.
    • دوی پر امریکا د ولسي وګړو د وژنو او بمباریو ضد نیوکې کولې.
    • په پروګرام کې د حکومت پر فساد، جنګي مجرمینو او د امریکا له خوا د عامو خلکو د وژنو ضد سیاسي سندرې وویل شوې.
    • دغه سیاسي سندرې د ''مېږیو یا مورچه ها'' د موسیقۍ د یوه ګروپ له خوا وویل شوې.
    • همبستګي ګوند افغانستان کې د تېرې یوې لسیزې د ښځو حقونه سبمولیک وبلل، او د ښځو د یوموټی کېدو غوښتنه یې وکړه.
    • د ګوند له خوا په لیکل شویو شعارونو کې د ځینو ګاونډیو هېوادونو په لاسوهنو نیوکې او توند الفاظ لیکل شوي وو.
    • دغو سندرو، ډرامې او مراسمو ته سلګونه کسان ورغلي وو.
    • دوی ويل، چې امریکا غواړي دیموکراسي د خلکو په وژنې راولي، چې په وینا یې دا ډول دیموکراسي له افغاني کلتور سره سر نه خوري.
    • په یوه ډرامه کې یې افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو ترخه یادونه انځور کړل.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .