"د انټي بیاټیک ډېر استعمال د بدن دفاعي سیسټم کمزوره کوي"

د خپريدو وخت: 19:38 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

ميډيا پلير

افغانستان کې یو شمېر ډاکټران په دې باور دي چې د انټي بیټیکو ډېر او د ډاکټرانو له لارښوونې پرته استعمال د بدن دفاعي سیسټم کمزوره کوي او د وخت په تیریدو سره د ډیرو عادي مکروبونو له امله هم د انسانانو د مرګ لامل کیدای شي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغانستان کې یو شمېر ډاکټران په دې باور دي چې د انټي بیټیکو ډېر او د ډاکټرانو له لارښوونې پرته استعمال د بدن دفاعي سیسټم کمزوره کوي او د وخت په تیریدو سره د ډیرو عادي مکروبونو له امله هم د انسانانو د مرګ لامل کیدای شي.

تیره ورځ په روغتیايي چارو کې د بریټانیا یوې لوړپوړې چارواکې د انټي بیاټیک مقاومت د یو ساعتي بم په څېر بللی وو او ویلي یې و چې له انټې بیاټیک سره مقاومت ترهګرۍ ته ورته خطر لري. هغې د نړۍ له مشرانو غوښتي و چې دغه موضوع ته باید پام وکړي.

د افغانستان ډیری وګړي د ناروغیدو پر مهال یا په خپل سر انټي بیاټیک استعمالوي او یا هم له ډاکټرانو غواړي چې د ناروغیو د ژر درملنې په موخه قوي انټي بیاټیک ورته ورکړي.

تېره ورځ په روغتیايي چارو کې د انګلستان یوې مشرې حکومتي پروفیسورې سالي ډېویس په خپل کلنیز رپوټ کې د انټي بیاټیک مقاومت د یو ساعتي بم په څېر بللی او له سیاسي مشرانو یې غوښتنه کړې چې د راتلونکې میاشتې په جي ۸ (د اتو صنعتي هېوادنو ) سرمشرېزه کې دې دغه موضوع ته په خپلو پلانونو او کړنو کې ځای ورکړي.

مېرمن ډېویس دغه خطر یوازې د برتانیا نه بلکې يوه نړیواله مسله وبلله.

د فهیم عابد رپوټ

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .