هلمند کې د پاکستان او طالبانو په اړه د ولسمشر څرګندونې

د خپريدو وخت: 18:27 گرینویچ - سه شنبه 12 مارچ 2013 - 22 کب 1391

ميډيا پلير

افغان ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبه د مارچ ۱۲مه یو ځل بیا له بهرنیانو سره د طالب مشرانو پر خبرو نيوکي وکړې او وويل چې په بهرنيو الوتکو کې لويديځو هېوادونو ته سفرونه کوي او په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو سره امریکا ته د خپل زور ښودنه کوي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

افغان ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبه د مارچ ۱۲مه یو ځل بیا له بهرنیانو سره د طالب مشرانو پر خبرو نيوکي وکړې او وويل چې په بهرنيو الوتکو کې لويديځو هېوادونو ته سفرونه کوي او په افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو سره امریکا ته د خپل زور ښودنه کوي.

هغه وویل، چې طالبان د پاریس په هوټلونو کې له لویدیځوالو سره چای او چاکلیټ خوري خو په افغانستان کې بیا په ځانمرګو بریدونو ماشومان، میرمنې او ځوانان وژني.

ښاغلي کرزي هلمند ته په نا اعلان شوي سفر کې یو ځل بیا پر دې خبره ټینګار وکړ، چې په راتلونکې اونۍ کې به د بګرام زندان واګې افغان لوري ته وسپارل شي خو په خبره یې که چیرته بیا هم د امریکا له خوا په دې برخه کې ناغیړي کېږي، نو د ده په ټکو بیا به ورسره ګورو.

هغه درانګه د کجکي بند د بیارغونې یادونه وکړه، چې بیارغولو په چاره کې یې امریکا پر خپلو ژمنو نه ده ولاړه.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .