د کابل پاکولو د حشر ورځ

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - پنجشنبه 14 مارچ 2013 - 24 کب 1391

نن پنجشنبه په پلازمېنه کابل کې د ښاروالۍ له خوا د پاک کارۍ د عمومي حشر ورځ اعلان شوې وه او له ټولو کابل ښاریانو غوښتنه شوې وه چې د ښار په پاکولو کې وڼډه واخلي. زموږ همکار فهیم عابد دغه حشر ته ورغلی او دغه انځوریز راپور یې پرې چمتو کړی دی.

    • نن پنجشنبه په پلازمېنه کابل کې د ښاروالۍ له خوا د پاک کارۍ د عمومي حشر ورځ اعلان شوې وه او له ټولو کابل ښاریانو غوښتنه شوې وه چې د ښار په پاکولو کې وڼډه واخلي.
    • په کابل کې نږدې شپږ میلیونه خلک ژوند کوي خو دغله اړینې اسانتیاوې نشته او ښايي له همدې امله د نړۍ له ککړو پلازمینو وي.
    • د کابل ښاروالي له خلکو غواړي چې د ښار په پاکونې کې ورسره مرسته وکړي، ځکه چې دوی په یوازې سر دغه ښار پاک نشي ساتلی.
    • زموږ همکار فهیم عابد په دغه عمومي حشر کې ګدون کړی او د کابل ښاروال سره یوځای د دغه ښار د بیلابیلو سیمو لیدنه کړې.
    • په پلازمینه کابل کې کې څه کم شپږ میلیونه خلک ژوند کوي، خو دغه ښار د کانالیزاسیون سیستم نه لري، د ښاروالی سرچینې یې کافي نه دي، اویا سلنه برخو یې په نا معیاري توګه پراختیا موندلې، کثافات یې هره ورځ نه راټولیږي او نه بیا پروسس کیږي.
    • کیدای شي کابل د نړۍ یوه تر ټولو ککړه پلازمینه وي. خو د کابل ښاروالۍ د دغې ککړتیا د راکمولو په موخه نن د ښار د پاکارۍ عمومي حشر اعلان کړی و او له خلکو یې غوښتنه کړې وه چې د عیدګاه جومات مخې ته دې راټول شي.
    • د کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش وايي، خلکو د نورو کلونو په پرتله سږ کال په پراخه توګه په حشر کې ګډون کړی.
    • خو کله مې چې د کابل ښاروال سره یو ځای د کابل د بیلابیلو سیمو لیدنه وکړه، د ګوتو په شمیر خلک مې ولیده چې په خپله خوښه یې په حشر کې ګډون کړی وو.
    • د کابل په سرای شمالي سیمه کې مې یو شمیر خلک ولیدل چې په څرګنده داسې ښکاره کیدل چې په خپله خوښه یې حشر کې ګډون کړی، خو کله مې چې ترې پوښتنه وکړې ویلې یې چې د پیسو په بدل کې ښار پاکوي.
    • د کابل ښاروالۍ د تنظیفاتو څانګه وايي چې نن په دغه حشر کې نږدې ۴۰۰ لارۍ د کثافاتو د لیږدولو لپاره کارول کیږي او په پام کې لري چې شپږ زره ټنه کثافات له ښاره وباسي. چارواکي وايي خلکو په پراخه توګه په حشر کې ګډون کړی خو د شمیر په اړه یې څه نه وايي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .