په مریخ کې ژوند کولای شو؟

د خپريدو وخت: 06:25 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391
    • د مریخ په اړه څېړونکې ډله د امریکا یوتا ایالت په دښتو کې پلټنې کوي، چې ایا په مریخ کې ژوند کول ممکن دي او که نه.
    • ځينې پوهان د یوتا په دغه دښته کې اوسېږي او هلته دا وضعیت مالومول غواړي، چې ایا ددغې دښتې اب او هوا د مریخ له هغو سره یوشان ده که نه.
    • په دغه دښته کې د تګ-راتګ پرمهال دوی د فضايي څېړونکي کالي او توکي اغوستي دي، او د اکسیجن ډبې ورسره ګرځوي.
    • ددغې ډلې د پلټنو هدف دې پوښتنې ته د ځواب موندل دي چې ایا: ''ایا په مریخ کې د انسانانو ژوند کول امکان لري؟''
    • یوه علمي بحث په ډاګه کړې ده، چې ګني په مریخ کې د مصنوعي سپوږمکۍ کیوریوسیټي په مټ ژوند کول ممکن دي، خو لا دقیقه نه ده.
    • ځمک پېژندونکو او ستورمزلو او نورو میخانیکي او فزیکي انجنیرانو په دغه پلټنه کې ګډون کړی، چې څو اوونیو او څو میاشتو ترمنځ وخت به ونیسي.
    • د دوی د اوسېدو ځای کوچنی دی، د خوړو، اکسیجن او څښاک اوبو په ګډون لږ امکانات لري.
    • د مریخ پلټونکې ډله د کاناډا شمالي قطب، او د استرالیا او ایسلنډ په لیرو سیمو کې هم پلټنې پیل کړې دي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .