پېلوځی: د سولې کتابونه

د خپريدو وخت: 18:34 گرینویچ - جمعه 15 مارچ 2013 - 25 کب 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ په پېلوځي کې سولې ته په ځانګړو شوو کتابونو غږېږو. په افغانستان کې لومړنی انټرنېټي ټلوېزیون جوړ شو، له یوه چلوونکي سره یې مرکه لرو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د دې اوونۍ په پېلوځي کې سولې ته په ځانګړو شوو کتابونو غږېږو.

سوله په افغانستان کې هغه څه ده چې تر بل هرڅه زیاته ورته اړتیا ده او کلونه کېږي چې افغان ولس یې په تمه شپې ورځې سبا کوي.

په دې اړه ډېر څه لیکل شوي او چاپ شوي دي.

خو دا ځل لیکوال او شاعر ګل اغا احمدي وردګ هوډ کړی چې په ۳۰ کتابونو کې سوله په ایتونو، حدیثونو، شعرونو، نظمونو، نثرونو او شخصیتونو کې وڅېړي.

لیکوال زیاتوي پخوا په دې برخه کې داسې څه نه و لیکل شوي چې د ده د زړه تل یې خړوب کړی وای.

ښاغلی احمدي باوري دی چې دا کتابونه به یې په افغانستان کې د اوږد مهالې سولې د راتګ په برخه کې ګټور وخېژي.

د سولې پوهنیزې او روزنیزي ادارې د دغو کتابونو د لیکنې، ډیزاین او چاپ چارې په غاړه اخیستې دي.

لومړنی انټرنېټي ټلوېزیون

په افغانستان کې د ګلوباکس په نوم لومړنی انټرنېټي ټلوېزیوني سټېشن جوړ شو.

د دغې رسنۍ چارواکي وايي موخه یې بهر ته په بېله بڼه د افغانستان انځور ښوول دي، چې تر ډېره افغانستان د جګړې او تاوتریخوالي په نوم پېژني.

د دغه انټرنېټي ټلوېزیون ټولې خپرونې پر فرهنګي، ټولنیزو، ورزشي او سینمايي موضوعګانو راټولې دي.

د ننګرهار علمي سیمینار

د سيد جمال الدين افغان ١١٦م تلين په ختيځ ولايت ننګرهار کې ولمانځل شو. د غونډې ګډونوالو د علامه سيد په نوم د يوه اکاډميک مرکز د نومولو غوښتنه وکړه.

پښتو فرانسوي سيند له چاپه ووت

د دغه قاموس ليکونکي ډاکټر محمد اکبر وردګ پر دغه قاموس په کلونو کلونو کار کړی او د دغه قاموس په بشپړولو سره يې پښتو ته يوه لویه ډالۍ وړاندې کړې ده.

د ډاکټر وردګ په وینا دغه نوی قاموس د پښتو لغتونو يا پانګې د را ټولولو په لاره کې يوه لويه لاس ته راړونه ده.

افغان لیکوال د سارک جایزه وګټله

افغان لیکوال او د کابل او نهرو پوهنتون استاد دوکتور عبدالخالق رشید د سارک هېوادونو د لیکوالو سږنۍ ادبي جایزه ترلاسه کړه.

پروفېسر رشید له ۲۰۰۰ م کاله راهیسې چې لا افغانستان د سارک غړی نه و، د دې سازمان د لیکوالو د ټولنې غړی و.

د شاعر رواني ستونزې

د خوست ولسي او انقلابي شاعر صالح ګل له روحي ستونزو سره مخامخ دی. نوموړي سیاسي فکر لاره د سندرو په ژبه له خلکو سره شریکوله.

هغه وایي انقلابي ملګرو اومشرانو انقلابي لاره ور ښوولې وه. خو د ده په ګومان مشرانو لومړی ښه فکر لاره خو وروسته د دوی د فکر لارې کږې شوې.

نوموړی د سردار داود خان، ببرک کارمل او مجاهدینو حکومتونو بندي کړی هم و. اوس صالح ګل د خوست په ښار کې ګرځي او خلک لیونی ورته وایي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .