د عکسونو البوم: واټیکان کې د پاپ فرانسیس د لوړې مراسم

د خپريدو وخت: 17:59 گرینویچ - سه شنبه 19 مارچ 2013 - 29 کب 1391
    • د کاتولیکې کلیسا نوی مشر پاپ فرانسیس د زرګونو کسانو پر وړاندې د روم په سنټ پیټرز میدان کې د لوړې مراسم ولمانځل.
    • وړاندې فرانسیس له خپل موټر نه زیارت کوونکو ته دوعاګانې وړاندې کړې.
    • پاپ فرانسیس سهار وختي د خپل موقتي کور نه د سنټ پیټرز میدان پر لور روان شو.
    • د کاتولیکی کلیسا مشر فرانسیس د لوړې نه مخکې د ۲۰ دقیقو لپاره په خپلو زیارت کوونکو وګرځید. دوی پاپ ته د ډېر عمر دعاګانې کولې.
    • دا په تېرو څه باندې زرو کلونو کې لومړی ځل دی چې یو غیر اروپايي د کاتولیکو عیسویانو د پاپ په توګه ټاکل کېږي. پاپ فرانسیس یو ارجنټیایي دی.
    • د لوړې مراسمو ته د ۱۳۰ هېوادونو نه سیاسي او مذهبي مشران راغلي وو.
    • لوړې ته د ارجنټینا ولسمشره کریسټینا فراننډیز هم راغلې وه.
    • دی د پاپ بنډیکت شپاړسم پر ځای چې تېره میاشت یې په ناڅاپي توګه د ۸۵ کالو په عمر استعفی ورکړه ټاکل شوی دی.
    • څو ورځې وړاندې له ټاکل کېدو وروسته پاپ فرانسیس په سینټ پیټریس ډګر کې خلکو ته وینا وکړه او خپلې خبرې یې په يوې ټوکې پیل کړې.
    • پاپ په رسمي توګه په نړۍ کې د ۱.۲ میلیاردو کاتولیکانو مشر شو.
    • د دغو مراسمو په لړ کې پاپ فرانسیس پر هغو کسانو چې د واک خاوندان دي غږ وکړ چې د خپلو شاوخوا موجوداتو او وضعیت د خوندیتوب مسولیت په غاړه واخلي.
    • پاپ د بیوزلو کسانو پر خدمت هم ټنګار وکړ.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .