کابل پولیس د تورو ښیښو ګاډي نه پرېږدي

د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392
    • مرستيال وزيران او لوى ريسان بايد یوازې يو ليږدونکى گاډى ولري، د تعقيبي گاډي تورو شيشو، درنې وسلې او نا معيارې نمبر پليټونو حق دوى هم نه لري.
    • وايي د دغو چارواکو ساتونکي کولاى شي په همدغه يو گاډي کې وليږدي.
    • "پخوا هم کورنيو چارو وزارت ورته پريکړې کړې وې خو جوته پايله يې نه وه تر سترگو شوې."
    • د افغانستان د چارو ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې د ملي شورا د دواړو جرگو غړي هم تورې شيشې او نا معيارې نمبر پليټونه نه شي کارولاى، او نه د درنې وسلې د ليږدولو حق لري.
    • وزيرانو شورا پريکړه کړې چې نور به د دولتي چارواکو د ليږد پر مهال لارې او سړکونه هم نه تړل کېږي. ځکه چې په وينا يې دا چاره ترافيکې گډوډي او نورې ستونزې جوړوي.
    • د افغانستان کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې سر له نوي لمريز کاله په پلازمينه او ولايتونو کې د امنيې قومندانيو له لارې دا پريکړې پلې کړي.
    • خو د نا حکومتي بنسټونو د ليږد او گاډو په اړه څه نه دي ويل شوي.
    • پخوا هم کورنيو چارو وزارت ورته پريکړې کړې وې خو جوته پايله يې نه وه تر سترگو شوې.
    • کتى به شي چې د وزيرانو شورا پريکړې څومره او څنگه پلى کېږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .