مشرف ته د طالبانو ګواښونه څومره جدي دي؟

د خپريدو وخت: 16:39 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

ميډيا پلير

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی دی چې که د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف هېواد ته ستون شي نو و به یې وژني.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی دی چې که د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف هېواد ته ستون شي نو و به یې وژني.

ښاغلی مشرف هوډ لري چې تر ۵ کلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شي او په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د طالبانو ویاند احسان الله احسان له یوه نا څرګند ځایه رسنیو ته ویلي چې د مشرف وژنې ته د ځانمرګو ډله چمتو کړې ده.

هغه وایی ډله به پر مشرف تر را رسېدو وروسته برید وکړي.

۶۹کلن پرویز مشرف له ۱۹۹۹نه تر ۲۰۰۸پورې ولسمشر و، له امریکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې د ملګرتیا له امله یې درې ځلې د وژنې هڅه شوې ده.

ښاغلی مشرف وایي دی له تګه نه وېرېږي خو سل په سلو کې د خپل خونديتوب ضمانت هم نه شي کولی.

د یوې مرکې په پيل کې مو د سیاسي چارو له کار پوه خادم حسین نه وپوښتل د طالبانو دا ګواښونه چې د مشرف د وژنې په اړه یې کړي، څومره جدي دي؟

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .