د ماشومانو د لوبو توکي

د خپريدو وخت: 14:09 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392
    • د لوبو توکو کیسه. دا د ایټالوي عکاس ګبريېل ګالېمبېرتي هغه پروژه ده چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې ماشومان د هغو د لوبو توکو سره عکاسي کوي.
    • دغه عکاس وايي په زړه پورې ورته دا وه چې څنګه د ماشومانو د لوبو توکو د هغو د دنیاګۍ ښکارندويي کوله.
    • دغه ایټالوی عکاس وايي د دې پروژې په ترڅ کې ورته دا هم مالومه شوه چې څنګه د لوبو توکو سره د ماشومانو اړېکې له یوه ځایه په بل کې توپیر درلود.
    • عکاس وايي شتمنو کوچنیانو ته خپل توکي ډېر ګران وو حتی دی يې نه ور پرېښود چې لاس ور وړي. خو عکاس وايي په بې وزلو هېوادونو کې بیا دا کیسه نه وه.
    • دغه درې کلنه چینایۍ خورا ډېر د لوبو توکي لري او په دې هم پوهېږي چې کوم يې تر بل ډېر خوښ دی.
    • دغه ماشوم په ایټالیا کې زېږېدلی، مور يې امریکايۍ ده خو پلار يې ایټالوی دی. د ده تره سندغاړی دی نو د ده هم د موسیقۍ الات خوښ دي او تل لوبې ورسره کوي.
    • دغه امریکایی ماشوم بیا مکسیکنه مور لري او ډایناسوران يې ډېر خوښ دي نو همدا دلیل دی چې خپله د خوب کوټه يې هم له هغو ډکه کړې.
    • چیوا ماوفورا هم په دې باور ده چې ډایناسوران يې له خطرناکو حیواناتو خوندي ساتلی شي. چیوا یوازې درې توکي لري چې لوبې ورسره وکړي.
    • د اوکرایین په کیف کې ۵ کلن پاوېل ډېنېسوف غواړي پولیس شي. د ده وسلې خوښې دي او تل لوبې ورسره کوي.
    • د دغې اسټرالیایۍ بیا نانزکې خوښې دي. دا خپله هم تل غواړي چې د نانزکو په شان کالي واغوندي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .