څيړنه وايي زړۀ تنگى ماشوم به خلاق انسان وي

د خپريدو وخت: 13:52 گرینویچ - دوشنبه 25 مارچ 2013 - 05 وری 1392

د ډاکټرې بېلټن په وينا د ماشومانو بوخت ساتل په ماشوم کې د خلاقيت هنر ختموي يا کموي.

په برتانيا کې د ښوونې و روزنې د ډگر يو کارپوه وايي د ماشومانو پرله پسې بوخت ساتل او ساعت تيرى ورته ښه نه دى بلکې غوره دا ده چې يو څه زړۀ تنگي هم پاتې شي.

د ايست انگليا پوهنتون ډاکټرې ټريسا بيلټن بي بي سي ته وويل عمومآ خلک په دې باور وي چې په پرله پسې توگه د ماشومانو بوخت ساتل او د هغوى ساعت تيرول ښايي په روزنه کې ورسره مرسته وکړي.

خو د ډاکټرې بېلټن په وينا دغه حالت په ماشوم کې د خلاقيت هنر ختموي يا کموي.

اغلې بېلټن د يوې برتانوۍ ليکوالې ميرا سيال او هنرمند گرسن پيري بېلگه ورکړه او ويې ويل چې دوى دواړه په کمکيني زړۀ تنگي وو ځکه په لوينې خلاق ثابت شوي دي.

ميرا سيال هم مني چې په کمکيني زړۀ تنگۍ له دې ليکواله جوړه کړه.

"که ماشومان وويني چې وخت تيرول گران دي، د وخت په باب فکر ته اړ وځي، د خپلو خيالاتو او اعمالو په اړه چورت وه"

ډاکټر ټرسا بېلټن

هنر مند پيري هم وايي چې په ماشوموالي د ساعت تيرۍ ډير نشتوالي دۀ ته د پنځونې او خلاقولو حالت ورکړ.

ډاکټر بېلټن له گڼو ليکوالانو، هنرمندانو او ساينسپوهانو سره مرکې کړي او دا يې جوته کړې چې په کمکيني يې څومره زړۀ تنگي لرله.

دا وايي هغو ماشومانو ته چې د څه کولو يا ساعت تيرۍ لپاره موقع نه وه نو هغوى له خلکو سره خبرو ته زړۀ ښه کړى يا يې د نويو ساعت تيريو لپاره فکر کړى خو هغه ماشومان چې بوخت وو داسې يې نه دي کړي.

ميرا سيال وايي په کمکيني يوازې وه او د زړۀ تنگۍ علت يې يوازيتوب و، دا اړه وه چې له کړکۍ د باندې د کلي کروندو ته وگوري، ونې وڅاري او بدلېدونکيو موسمونو باندې فکر وکړي.

ډاکټرې ټرىسا بىلټن پر ماشومانو باندې د تلويزيون او ويديو لوبو اغيزې هم څيړلي دي.

دا وايي کله چې ماشوم څه ونه لري او زړۀ تنگى وي نو تلويزيون ولگوي او يا کمپيوټر کې لوبې پيل کړي.

ډاکټر بېلټن وايي که ماشومان وويني چې وخت تيرول گران دي، د وخت په باب فکر ته اړ وځي، د خپلو خيالاتو او اعمالو په اړه چورت وهي او د شاوخوا چاپېريال مطالعې ته مجبوريږي چې دا ټول کارونه د خلاقيت لپاره مهم دي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .