په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"دا ټاکنې به د پاکستان تر ټولو ښې وي"

د پاکستان د انتخاباتو د کميسيون چارواکي وايي د مى د مياشتې ټاکنې به د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو شفافې او له درغليو پاکې وي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان د ټاکنو د کميسيون مرستيال محمد افضل وويل هيچا ته به د درغليو اجازه ورنه کړي.

محمد افضل د بي بي سي له خبريال ايوب ترين سره خبرې کړي دي.