په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شمالي کوریا وايي له جنوبي سره په جنګ حالت کې ده

شمالي کوريا ويلي له جنوبي کوريا سره د جګړې حالت ته ننوتلې ده. دا د خپل جنوبي ګاونډي او امريکا پر وړاندې د پيونګ يانګ د لفظي جګړې او ګوتڅنډنې يو بل تازه ګرمښت او زياتوالی دی.

په يوه رسمي اعلاميه کې دغه هېواد ويلي د دواړو کورياوو ټولو خپلمنځيو مسئلو سره به د جګړې د وخت پروټوکول له مخې چلن کېږي.

شمالي کوريا او امريکا له هغه راهيسې يو بل ته د تور ګوته نيسي چې امريکا تېره اوونۍ د جنوبي کوریا د پاسه د تمرينونو پر مهال د اتومي بمونو وړونکې الوتکې واستولې.