په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دا منئ چې وايي "ډب نه وي ادب نه وي"

د افغانستان په ښوونیز سیستم کې د زده کوونکو وهل ټکول نشته خو له پخوا څخه پاتې د یوه دود په توګه په ښوونځیو کې زده کوونکي وهل ټکول کېږي.

ډېر ځله د زده کوونکو د وهلو موخه دا وي چې ښه زده کړه وکړي. یو مشهوره وینا هم ده چې ډب نه وي ادب نه وي.

اوس چې دای څو ورځې کېږي چې نوی تعلمي کال پیل شوی له تاسو اورو چې تاسو هم په همدې نظر یاست او کنه؟

تاسو په ښوونځیو کې د زده کوونکو وهل ټکول څنګه بولئ؟

آیا په خپله هم کله په ښوونځي کې وهل شوي یاست؟ که شوي یاست، اغیزه یې درباندې څه وه؟