په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سالنګ په لویه لار نوی تونل جوړېږي

افغان حکومت غواړي د سالنګ په لویه لار یو نوي تونل جوړ کړي.

دغه تونل د اولنګ له سیمې تر دوشاخ پورې له اوسني تونل سره موازي جوړیږي چې د افغانستان شمال به له مرکز سره نښلوي.

افغان چارواکي وايي ددغه تونل جوړول به شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره لګښت ولري چې چارې به یې په پنځو کلونو کې پای ته ورسیږي.

د دوی په وینا نړیوال بانک، د آسیا پراختیايي بانک او د امریکا پراختیايي اداره به په دې برخه کې مرستې وکړي.

زموږ همکار خوشحال تایب د فواید عامې وزرات له مرستیال نورګل منګل څخه د یوې مرکې په سر کې د نوي تونل د چارو د جزییاتو په اړه پوښتلي دي.