په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د غزني لرغوني ځایونه څومره رغول شوي؟

په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د افغانستان لرغونی غزنی ښار، د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په توګه غوره شو. دا پرېکړه د لېبیا پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هېوادونو او کلتوري سازمان آیسیسکو د کلتوري چارو وزیرانو په یوه کنفرانس کې وشوه.

دا چې دغه ښار د روانې حمل/وري میاشتې پر ۲۴مه په رسمي توګه د اسلامي پلازمېنې په توګه اعلانېږي، د دغه ښار ځینو لرغونو ځایونو ته زموږ همکار هدایت الله همیم ورغلی او دغه وېديويي راپور یې پرې چمتو کړی دی.