په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزي - اوباما ته د امريکايي قراردادونو شکايت کړى

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي جنرال الن ولسمشر کرزي ته په ليک کې ويلي چې د افغانستان د ولسي جرګې يو غړى چې دوى قراردادونه ورکړي وو طالبانو ته پيسې ورکړې دي.

افغان حکومت تر ولسمشر اوباما شکايت کړى چې د دغو قراردادونو په باب بايد معلومات ورکړل شي چې د دوى په وينا دا کار نه دى شوى. د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له بي بي سي پښتو خپرونې سره خبرې وکړې.