په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اکبر زاده: له غزني سره جفا شوې

د غزني والي له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، چې په تېرو شپږو کلونو کې د غزني د بیارغونې لپاره نړیوالو هېڅ مرسته نه ده ورسره کړې.

موسی خان اکبر زاده وویل، چې د ولسمشر حامد کرزي، امریکایانو او غزني کې د مېشتې ولایتي بیارغونې ډلې (پي آر ټي) پولنډیانو د ځینو پروژو لپاره مرسته ورسره وکړه.

نوموړی وايي، چې د غزني په بیارغونې کې له دغه ولایت سره جفا وشوه، چې په وینا یې که وزارتونه او حکومت ناست وای او هر کال یې له دغه ولایت سره لس میلیونه ډالر مرسته کړې وای، اوس به په دغه ښار کې د اویا میلیون ډالرو کار شوی وای.