په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پلټونکي: د ناټو بمبارۍ کونړیان وژلي

هغه حکومتي پلاوی چې د دولسو ماشومانو او څلورو مېرمنو د وژنې د څېړنې په موخه کونړ ولایت ته لېږل شوی وو تاییدوي چې دغه کسان د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمبارۍ په پایله کې وژل شوي دي.

پلاوي خپل راپور ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړی او ټاکل شوې چې ولسمشر راتلونکې اونۍ د دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او ملي امنیت له مشر سره په کونړ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه تصمیم ونیسي.

زموږ همکار خوشحال تایب کونړ ته د تللي پلاوي له مشر او د ولسمشر له سلاکار شجاع الملک جلاله سره یوه لنډه مرکه کړې او په سر کې یې په کونړ ولایت کې د دوی د څېړنو د جزییاتو په اړه ترې پوښتلي دي.