د مکسیکو ساحل کې ۸ مړي موندل شوي

په مکسیکو کې پولیسو په مشهور ګرځندوی ساحل کانکون کې د اتو کسانو مړي موندلي، چې د هغوی په باور په نشه یي توکیو پورې تړلو پېښو کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د پنځو سړو او دوو مېرمنو له مړو مالومېږي چې زندۍ شوي او د یوه بل تن مرۍ پرې شوې ده.

د یوه بل زندۍ شوي تن تړل شوی مړی په یوه بله پېښه کې موندل شوی دی.

تېره میاشت له کانکون سره په یوه نژدې شرابخانه کې اووه تنه په ډزو وژل شوي وو.

شپږ کاله وړاندې چې کله د مکسېکو حکومت د نشه یي توکیو اړوندو جرمونو پر ضد مبارزه پیل کړه، له هغه وخته تر اوسه تر اویا زرو ډېر کسان وژل شوي دي.