په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا مشرف له اپیل پرته بله لاره لري؟

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې عالي محکمې مشرف د خپلې واکمنۍ پرمهال د قاضیانو په کورونو د کښېنولو او ګوښه کولو په یوه قضیه کې د هغه د نیولو امر کړی.

پروېز مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د بېړني حالت تر اعلانولو وروسته، د سترې محکمې ګڼ قاضیان ګوښه او پر خپلو کورونو کښېنول.

مشرف له محکمې په اسلام اباد کې خپل کورته ولاړ.

د مشرف د دفاع وکیلان وايي سترې محکمې ته به د مشرف د نیولو د امر پرضد اپیل وکړي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا مشرف له دې پرته بله لاره لري؟

له رحیم الله یوسفزي سره د ابراهیم امیري مرکه