په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستونزې څه دي؟

د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير، افغان ولسمشر او د پاکستان د پوځ د لوى درستيز ترمنځ څو ساعتيزه غونډه د چارشنبې په ورځ ( د اپريل ٢٤) پاى ته ورسېده.

د غونډې له منځه د ترسره شويو خبرو په باب لا ډير څه نه دي راوتلي خو يوې سرچينې لږ وړاندې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې افغان غاړه له پاکستانه غوښتنه لري چې ځينې ځانگړي طالبان چې موږ ته يې نومونه نه دې روښانه، بايد له کابل سره د سولې لپاره خبرو ته اسلام اباد حاضر کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي خو پوښتنه دا ده چې څرنگه کېدى شي کابل او اسلام اباد سره رانژدې شي او په دې لړ کې ستونزې څه دي؟

په دې اړه د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر او په پېښور کې څيړونکي رحيم الله يوسفزي سره لنډ بحث.

وړاندې کوونکی: عنایت الحق یاسیني