په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ځمکني ځواکونو تشه به ډرون عمليات ډکوي؟

برتانوي ځواکونه د لومړي ځل لپاره پر افغانستان د بې پيلوټه الوتکو څار او بریدونه له دغه هېواده کنترولي.

د برتانيا د دفاع وزارت تاييد کړه چې په افغانستان کې د ریپر په نامه بې پیلوټه الوتکې د برتانیا په ختیځ کې د لېنکېن شاير له پوځي اډې د ریموټ په مرسته اداره کېږي.

دا الوتکې به عموما د کشفي ماموريتونو لپاره کارېږي خو که اړتيا پېښه شي نو د بريدونو تر سره کولو جوګه هم دي.

په کابل کې مو د پوځي چارو له کارپوه نيک محمد کابلي پوښتنه وکړه چې په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه د راتلونکي کال په پاى کې له افغانستانه وځي فکر کوئ چې د ځمکني ځواکونو تشه به ډرون عمليات ډکوي؟