په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مولانا سمیع الحق وایي د رايې ورکړه شهادت ورکول دي

په پاکستان کې دیني عالمانو په پارلماني ټاکنو کې د رايې اچول له اسلام سره سم بللې دي.

د هېواد د دیني عالمانو شورا یوه فتوا خپره کړې چې وایي ووټ يا رايه ورکول د ګواهۍ په معنې ده او نه ورکول یې د شهادت د پټولو مانا لري.

دغه فتوا داسې مهال خپره شوې چې پاکستاني طالبانو انتخابات او دېموكراسي یوه غېر اسلامي لار بللې ده.

د رایې د شرعې حیثيت په اړه د جمعیت علما اسلام د ډلې مشر مولانا سمیع الحق وایي چې ووټ یو شهادت ورکول دی او باید چې استعمال کړی شي.

مولانا سمیع الحق په اسلام اباد کې زموږ له همکار طاهرخان سره په مرکه کې د رایې ورکول یو لازم کار بللی.