په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" ارګ ته د بهرنیو پیسو راتګ اوږده مخینه لري "

د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر د دفتر پخوانى مرستيال وايي هغه پيسې چې د امريکې د متحده ايالاتو له خوا افغان لوري ته ورکړل شوې د ځينو چارواکو او کارکونکو د مياشتنيو امتيازونو د پرې کولو او د ولسمشر د کورنۍ د لگښتونو لپاره کارول شوې دي.

د ولسمشر د دفتر پخوانى مرستيال خليل رومان وايي په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو له خوا چارواکو ته د پېسو ورکړه دغلته پخوانۍ مخينه لري او د ده په ټکو دغه هېوادونه غواړي چې د افغان دولت په ځينو کړيو خپل اغيز پرې باسي .