په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

احمد شاه احمدزی: حاضر یم د کورنیو جګړو حساب ورکړم

افغانستان یوه پخواني جهادي مشر په لومړي ځل ومنله، چې تیار دی د نویېمې لسیزې په کورنیو جګړو کې د وژونو د ادعاوو په اړه حساب کتاب ته حاضر شي.

انجینیر احمدشاه احمدزی، چې د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم پاتې شوی، بي بي سي سره په خبرو کې وملنه، چې مجاهدینو د غوايي د اتمې له بریا وروسته ډېرې تېروتنې وکړې.

نوموړي وویل، په دې شرط محکمې ته حاضرېږي، چې د افغانستان په کړکېچ کې ټولې ښکېلې غاړې محکمې ته ودرېږې.

انجینیر احمدشاه احمدزی سره حفیظ الله معروف مرکه