په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پښتونخوا کې ښځې ولې رایې نه شي ورکولی؟

په پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له امله په تېرو دوو ټاکنو کې چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۸ کال کې تر سره شوې ډېرو ښځو برخه و نه شوی اخیستلی.

چارواکي وايي یو لامل یې د سیاسي مشرانو له خوا په ټاکنو کې د ښځو بر ګډون باندې لګول شوي محدودیتونه و.

اوس بیا وېره ده چې د تېر په څېر به میلیونونه ښځې چې د پېژندنې اسناد یې نه دي اخیستي له رایه ورکولو بې برخې پاتې شي.

دا ستونزه ډېره په پښتنې او قبایلي سیمو کې لیدل کېږي چې نارینه ښځې په ټاکنو کې ګډون کولو ته نه پرېږدي.

پېښور کې زموږ همکار رحمان الله پر همدې موضوع رپوټ لري: