په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان ميراثي سياست

د پاکستان ټولټاکنې د مې پر ۱۱ مه کېدونکې دي. په ټولټاکنوکې ډېرې داسې څېرې شته چې له څو لسيزو راهيسې يې په اسمبليو کې يې خپلې څوکۍ او په سياست کې خپل اغېز ساتلی دی.

له همدې امله د ډېرو داسې باور دی چې پاکستان کې يو شمېر کورنۍ د دغه هېواد پر حکومت او سياست منګولې ټينګې کړي دي.

په راروانو ټولټاکنو کې هم يو شمېر داسې کانديدان سيالي کوي چې پخوا يې پلرونه او نيکونه د اسمبلۍ غړي پاتې شوي دي.

ځيني سياسي ګوندونه هم چې ځانګړو کورنيو يې بنسټ ايښی، د چارو ولکه لا له مودو راهيسې د همدوی په لاس کې ده.

په پېښور کې د چارو څېړونکي رحيم الله يوسفزي په دې مرکه کې د پاکستان ميراثي سياست جرړې سپړلي دي.