په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''مافیا تر ځمکې لاندې اثار هم لوټي''

د افغانستان امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې يوه داسې پرمختللې ناقانونه دستگاه نيولې ده، چې تر ځمکې لاندې د تاريخي توکيو د جوتولو لپاره کارېدله.په څرگنده دا لومړى ځل دى چې افغان امنيتي ځواکونه دغه راز يوه ناقانونه دستگاه نيسي.

د افغانستان ملي امنيت بنسټ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې قاچاق کونکو دا دستگاه په هرات ولايت کې د ځمکې لاندې لرغونو نښو نښانو د جوتولو لپاره کاروله. دستگاه د ياد شوي ولايت په مالان پل سيمه کې د امنيتي ځواکونو لاسونو ته لويدلې ده،ددستگاه د راليږدولو او کارولو په تور درې کسان هم نيول شوي دي.