په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عمران خان په انتخاباتي جلسه کې له لېفټه ولوېد او ټپي شو

د پاکستان د تحریک انصاف مشر او وتلی سیاست وال عمران خان په لاهور کې د انتخاباتي جلسې پر مهال له هغه لېفټ نه چې دی یې سټېج ته رساوه ولوېد او ژوبل شو.

د عمران خان ملاتړو هغه په بیړه روغتون ته ورساوه.

د تحریک انصاف یو ویاند وايي چې د ښاغلي خان روغتیايي حالت سم دی.