په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: مشاعرې او ښځينه شاعري

Image caption سږنۍ انار ګل مشاعره د ارغنداب بابا ولي زيارت سره نژدې وشوه.

کله چې د پسرلي وږمې په لګېدو شي، نو له پښتونخوا نيولې بيا د افغانستان لربرو ورسره مځکه زرغونه او ګلان په غوړېدو شي.

له نارنج ګل نيولې بيا تر مڼې ګل، بادام ګل، سنځل ګل، انار ګل او لنډه دا چې د هر ګل له غوړېدا سره د شاعر احساس هم وتخڼېږي.

له پسرلي سره د کندهار بڼوڼه هم شنه شوي، او د انار ګلونه ورسره غوړېدلي، چې دا اوونۍ يې په وياړ شاعران او اديبان ارغنداب کې د انار ګل دوديزه مشاعره کې راغونډ شوي وو.

مشاعره چې د بابا ولي زيارت ته نژدې جوړه شوې وه، پر ولايتي چارواکيو سربېره په کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو او هم جنوبي پښتونخوا نه ليکوالانو او شاعرانو ګډون درلود، خپل شعرونه يې ويلي، او خپل احساس يې راسپړلی. مامون درانی مو بېلوځي کې له انار ګل خبروي.

مشاعرې او ښځینه شاعري

د پسرلي په راتګ د شاعر ولولې هم تاندې او هسکې شي، او له جلال اباد نيولې تر کندهاره په مشاعرو شي.

خو د ډېری دغو دوديزو مشاعرو ګډونوال شاعران نارينه وي، او يوه دوه مشاعرو کې کېدی شي، د ګوتو په شمېر ښځينه شاعرانې يا ادب مينه والې د ګډون بخت مومي.

دا چې له دې واقعيته ښځينه شاعرانې او اديبانې څومره د محرومۍ احساس کوي؟ او مشاعرو کې د ښځينه ګډون کم رنګۍ څومره اغېز کړی؟

او کله چې ښځې شعر وايي شاعرانې نو خپل ريښتينی احساس راسپړي که څنګه؟

د دې اوونۍ پېلوځي کې پر همدط او نورو پوښتنو بنډار کوو، چې له پېښوره شاعره او اديبه سيده حسينه ګل تنها او له کابله شاعره او ليکواله لطيفه لالهاند په کې راسره خبرې کوي.

کمبودي شپېلۍ غږوونکی

ارن چورن پونډ په کمبوډيا کې هغه مهال ماشوم و، چې کله په ۱۹۷۵ کال کې سره خمر واک ته ورسېدل.

دی چې په يوه هنری او موسيقۍ پاله کورنۍ کې زېږېدلی و، د ماشومو کارګرو کمپ ته استول شوی و، چې د کمپ ساتندويانو ته يې په شپېلۍ غږولو له مرګ ځان ژغورلی و.

د ده ورور او خور له لوږې مړه شوي وو، او په ۱۹۷۹ کال کې کمبوډيا ته د ويتنامي ځواکونو ورننوتلر پر مهال، مخکې له دې چې د خپلو نيوونکيو له منګولو وتښتي، هره ورځ به يې د اعدام پېښې ليدلې.

په ۱۹۸۰ کال کې په تايلنډ کې د کډوالو يو کمپ کې يوه مرستندويه کراکوونکي د ده روزنې مسئوليت پر غاړه واخيست، او امريکا ته يې ورسره بوت. نن ورځ ارن چورن پونډ يو موسيقار او فعال دی، يو شمېر خيريه ټولنې يې هم جوړې کړې دي. پېلوځي کې يې کيسه اورو.