په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اقتصاد د نواز شريف لومړيتوب دى خو بې سولې يې غوړولى شي؟

Image caption نواز شريف د پنجاب شتمن او صنعتکار دى چې يو وخت له پوځ سره نژدې و>

د پاکستان تولټاکنو کې له بري وروسته د دغه هېواد پخواني لومړي وزير او بيا بريالي شوي مشر نواز شريف وويل چې د ده لپاره اقتصاد تر بل هر څه لومړيتوب لري.

نواز شريف د پنجاب شتمن او صنعتکار دى چې يو وخت له پوځ سره نژدې و خو بيا پوځي جنرال پرويز مشرف پرې کودتا وکړه او ويل کېږي چې اوس گواکې له پوځ سره هغومره خوږ نه دى.

خو اقتصادي ښېرازي ورته اوس هم تر بل هر څه مهمه ده.

همدې شامځکې ته په پام سره به په سيمه کې د ثبات او سولې لپاره د نواز شريف برياليتوب گټور وي که نه؟ پر همدې موضوع ايمل پسرلي له سليم ساپي او خادم حسين سره بحث کړى دى.