په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عينو مېنې چاودنو سترګو ليدلی حال

کندهار کې چارواکي وايي په دوو پرله پسې چاودنو کې د دريو تنو پوليسو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

چاودنې د کندهار شمال ختيځ عينو مېنه کې هغه مهال شوې، چې خلک د جمعې مېلې ته ورغلي وو.

په چاودنو کې څه د پاسه ۶۰ کسان نور هم ټپيان شوي دي.