په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: خیبر پښتونخوا کې د پښتو ژبې وده

د عوامي نشنل ګوند مشرتابه چې د پاکستان د پخواني واکمن ایتلاف برخه وه او اوس يې ټاکنې وبایللې وايي په خیبر پښتونخوا کې یې د پښتو ژبې د تعلیمي نساب او نورو کولتوري چارو په اړه ډېر څه کړي دي.

د ګوند په وینا پښتو د پښتنو مېشتو سیمو په ښوونځیو او کالجونو کې لازمي یا جبري مظمون وګرځېد .

عوامي نشنل ګوند وایي دوی له یوې خوا له طالبانو سره جنګېدل چې ښوونځي یې ورانول او سوځول ا و بل لور ته یې زده کړې او ښوونې او روزنې ته زیات پام او کار کاوه.

خو د ځېنو په باور په خیبر پښتونخوا کې لا هم د پښتو ژبې ښوونکي کم دي، د کتابونو او لوست موادو کمی دی او په پښتو ژبه خپرونې په نشت حساب دي.

د تیاتر او سینما هم خوند نشته

دا چې په تېره ۵ کلنه موده کې عوامي نشنل ګوند د پښتو ژبې د غوړېدو لپاره څه تر سره کړي دي او کومې نیمګړتیاوې وې؟

دا پوښتنې د پېلوځي په ادبي بانډار کې ځوابوو.

انجلينا جولي

د هاليووډ مشهورې هنرمندې انجلينا جولي په ډاګه کړې چې د سرطان خطر د کچې کمولو په موخه يې خپل دواړه تيونه ايستلي دي.

نيويارک ټايمز ته په يوه ليکنه کې انجلينا جولي ويلي عمليات يې ځکه وکړل چې عيبجنو ژوڼکو يې په تیونو کې د سرطان کچه ۹۰٪ سلنې ته خېژوله.

دا وايي اوس به خپلو ماشومانو ته ووايي چې مور به يې د سرطان ناروغۍ له امله نه مري.

انجلینا جولي لا هم په ځینو بشري کارونو کې بوخته ده، او اوس د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې هم ده.

د افغانستان د قلم ټولنه

د افغانستان د قلم ټولنه دغه هېواد کې د ادب او فرهنګ برخه کې له اهل قلم سره د دوی په ادبي او هنري هلو ځلو کې مرسته کوي.

قلم ټولنه د افغان لیکوالو د ادبي او هنري اثارو په تدوین ترتیب او چاپ کې له مرستو نیولې، بیا د هغوی د یادونې، ستاینې او هڅونې پورې ونډه اخلي.

افغانستان کې د قلم ټولنې فعالیتونه لس کلن شول.

په همدې مناسبت کابل کې د دې ادارې په مرکزي دفتر کې یوه غونډه جوړه شوه.

رپوټ پرې لرو.