په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د وروستیو بریدونو ویجاړۍ

د کابل په زړه کې د جمعې په ورځ څلورو ځانمرګو بریدګرو د کډوالۍ د نړیوال سازمان پر دفتر برید وکړ چې دوه ولسي وګړي او یو پولیس په کې ووژل شول او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا طالبان دا ډول بریدونه د القاعدې او حقانې شبکو په مرسته کوي.

د برید د څرنګوالې په اړه حفظ الله معروف له عیني شاهدانو سره غږېدلی دی.