پېلوځي: د ملي ترانو فستیوال

د افغانستان ملي راډيو تلوېزیون د مې د میاشتې په نیمایي کې د ملي ترانو فیستیوال جوړ کړی و.

په فستیوال کې لس ګونو سندرغاړو ملي ترانې ولوستې او څو تنه ګټونکي اعلان شول.

د ملي راډيو تلوېزیون مشر زرین انځور وایي اوس مهال دوی زیاتې ملي ترانې او وطني سندرې نه لري او له ارشیفه زړې ترانې غږوي.

د نوموړي په وینا افغانان دې ته اړتیا لري چې د خپل وطن او ولس په اړه سندرې واوري او ځوانان د وطن پرستۍ په روحیه سمبال وي.

ښاغلی انځور د فستیوال په موخه او اړتیا غږېږي

له شاعره اورو چې ملي ترانې څومره تل پاتې وي، د هغو اغیز او ارزښت په څه کې دی؟

د فرانسې په کان کې د سینما په نړیوال فستیوال کې د فلمونو کتنه او ارزونه دوام لري.

دغه ۶۶م نړیوال فستیوال چې د منصفه هیت مشر یې ۶۶ کلن سیتفن سپيل برګ دی د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو فلمونه ارزوي او بیا جایزې ورکوي.

د سرو زرو جایزو ته هم زیات فلمونه کاندید دی.

د ستیون سودر برګ، رومان پولانسکي، اکساندر پين، محمد صالح هارون او نورو ګڼو فلم جوړونکو فلمونه د سرو زور د مډالو د ګټلو په تمه دي.

سږکال هندي فلمونه هم په داسې حال کې وړاندې شوي دي چې د هند سینما ۱۰۰ کلنه شوه.

د کان د فستیوال په ارزښت غږېږو.

د روسيې د اوسنیو ادبیاتو ځېنې مخکښ د بي بي سي ودانۍ ته راغلي وو.

دوی د روسي ادب د اوسني حالت په اړه خبرې وکړې او د اوسنۍ پرانستې روسیې د ادبیاتو په اړه وغږېدل.

ځینو ویل چې لوېدیځ د روسيې په اړه لاهم نا سم او ناڅرګند دریځ لري خو نورو بیا روسیه هغه ازاد ټاپو وباله چې د دوي په وینا د ازادۍ څپې ور رسېدلې دي.

د دغو لیکوالو په ډله کې یوه هم انا ستاروبینېڅ وه. له هغې سره مرکه لرو

د ازربایجان ولسمشر الهام علیېف د داسې پلټنې امر کړی دی چې مالومه کړي ولې د اروپايي سندرو په سیالۍ، یورو وېژن کې یې هېواد روسیې ته سفر نومرې ورکړې دي.

په دې سیالۍ کې د ازربایجان منصفه هیت او چارواکو د روسیې سخته پلوي وکړه.

نو که داسې ده ولې د سیالۍ پرمهال روسيې ته ازربایجانیانو سفر ورکړ؟

د ازربایجان دولتي تلویزیون وایی ښايي په رایو کې تېروتنه شوې وي.

روسیې په خپل وار ازربایجان ته پوره ۱۲ نمرې ورکړې .

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف وایي دوی به غچ اخیستونکی ګام واخلي.

له ازربایجانه سندرغاړي فرید محمدوف په سیالیو کې دویم ځای وګاټه.

لومړی ځای له ډنمارکه امېلي دې فورېست خپل کړ.

روسۍ دینا ګریپووا پنځمه شوه.

په روسیه کې د ازربایجان سفیر پولاد بلبل اوګلي وویل ولسمشر علیېف د پلتټنې امر کړی دی چې ولې یې هېوادوالو روسانو ته هیڅ نومرې نه دي ورکړې.

د یورووېژن دا سیالۍ د سويډن د مالمو په ښار کې ترسره شوې.

د تېرکال سیالۍ په ازري پلازمېنه باکو کې شوې وې.

د برتانیې د ماتيلدا په نوم د موزیک نندارې د نیویارک په تیاتري سحنو کې پنځه جایزې ترلاسه کړې.

دا ننداره په اپریل کې د لندن له وېست اېنډه د نیویارک تیاتري سیمې ته د نندارې لپاره ولاړه او له زیات هرکلي سره مخ شوه.

ماتیلدا په لندن کې هم زیاتې جایزې ګټلې وې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب