په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د رایې ورکولو د کارتونو ویش څنګه څارل کېږي؟

د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د برخې اخيستنې لپاره رایې ورکونکو ته د نويو رایو پاڼو د ويش ۴۱ مرکزونه پرانيستل شول.

په پلازمېنه کابل کې درې، په سترو ښارونو کې دوه دوه او په نورو ولايتونو کې يو يو مرکز پرانيستل شو.

په پام کې ده چې په راتلونکو دوو مياشتو کې ددغو مرکزونو لمن نورو ښارونو او ولسواليو ته هم وغځول شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون تمه لري چې په دغه پړاو کې به پر څلورو مليونو هغو افغانانو د رایې ورکولو کارتونه وويشل شي چې يا نوي اتلس کلن شوي، يا له کډوالۍ ستانه شوي او يا يې هم د رایې ورکولو پخواني کارتونه ورک کړي دي.

په افغانستان کې د راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي کال په لومړۍ مياشت تر سره کيدونکې دي.

ټاکنو کې درغلي او د ټاکنو روڼوالى تر ډېره د کارتونو د ويش له بهير سره تړلى گڼل کېږې.

دا چې دغه بهير څه ډول ترسره کېږي په دې هکله د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د دارلانشا له مشر ضياالحق عمرخيل سره د متین سمسور مرکه واورئ.

ښاغلی عمر خیل په پیل کې دا پوښتنه ځوابوي چې څوک او څنگه د رایې ورکولو د کارتونو ویش څاري.