په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوریه کې افغانان: له هر پلوه له ستونزو سره مخامخ یو

هغه افغانان چې په افغانستان کې د جګړو له ویرې سوریې ته د ښه ژوند په هيله تللي وو وايي له باران نه پټیدل د ناوې لاندې یې شپه شوه.

دوی وايي په سوریه کې دم ګړۍ د جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس په ګریوان دي.

دوی وايي ځوانان یې د یاغیانو له لورې بیول شوي، اکثره یې په رواني ناروغیو اخته دي، د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ دي او نه شي کولای چې بیرته هېواد ته ستانه شي.

په سوریه کې د افغان کډوالو د وضعیت په هکله د ابراهیم امیري په رپوټ واورئ.