په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چين کې نوی زېږېدلی ماشوم د کمود له نل ژغورل شوی

چين کې ژغورونکيو يو نوی زېږېدلی هلک چې د کمود نل کې بند شوی و، ژغورلی دی.

دغه پېښه د چين ججيانګ ولايت جينهوا ښار کې د تېرې شنبې پر ورځ شوې ده.

د دغه ښار د استوګنې يوې ودانۍ اوسېدونکيو وروسته له هغه چې د ماشوم ژړا يې اورېدلې، د ژغورنې ډلې ته زنګ وهلی دی.

ژغورونکيو ماشوم ته رسېدو په موخه، چې حالت يې بيا روغتون کې د ډاډ وړ بلل شوی، د نل يوه برخه اره کړې ده.