په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ننګرهار سرحدي ولسوالیو ته د بهرنیو اورپکو ګواښ

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې لوړ پوړي چارواکي وايي، د دغه ولایت سرحدي ولسوالۍ د هغو وسله والو له ګواښونو سره مخامخ دي، چې د ډیورڼد کرښې له هغې غاړې را اوړي.

دغه ولایت په یولسو ولسوالیو کې له پاکستان سره نژدې دوه سوه کیلومتره اوږده پوله لري، چې له ډیرو دغو ولسوالیو د نا امنیو رپوټونه ورکول کیږي.

د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا ډیره ګرانه ده، چې په ټولو سرحدي سیمو کې ځواکونه ځای پر ځای شي.

نوموړی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د دغه و لایت د یوې سرحدي ولسوالۍ چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، چې د حصارک و لسوالۍ په ۳۰۰ مترۍ طالبانو د جګړې کرښې جوړې کړې دي.

مرستیال والي دا هم وايي، چې له دغه ولایته د ولایتي بیارغونو ډلو یا پي ار ټي له وتلو وروسته دغلته پرمختیايي کارونه هم ټکني شوې دي.

زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي ګردیوال څخه په سر کې د ننګرهار د امنیت په اړه پوښتلې دي.