په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: ښځينه ادبي پنځونې

Image caption "کتاب د وخت تېرولو تر ټولو ښه ملګری دی."

امريکايۍ ناول ليکوالې کلېر مېسود په خپل وروستي (بر پوړ ښځه) ناول سره په ادب کې د ښځينه څېرې په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

کله چې پر خپل ناول يوې مرکې کې ترې پوښتنه وشوه، چې ناول کې د نورا په نامه څېره له محبوبيت برخمنه که څنګه، په غوسه شوه، او دا بحث يې راپورته کړ چې محبوبيت د شکپير هملېټ او داسې نورو مشهورو نارينه څېرو په اړه هم کومه ستونزه نه ده.

په ادب کې هم د ورځني ژوند په څېر د ښځينه غوسې ستونزې ته اشاره شوې چې د ښځينه کرکټرونو او څېرو يادونه په کې کېږي، له داسې ذهنيت سره چې نورو ته بايد ګران وي، ښه او مثبته انځورونه يې شوې وي.

بريتانوۍ ليکواله سارا ډننټ وايي څېرې پنځونه کې خبره د ځواک او واک ده، نارينه د دې په وينا کېدی شي نامطلوب يا نا محبوب وي، خو د لوستونکي خوښېږي، خو د ښځو په اړه خبره بيا بېل ډول وي:

"فکر کوم ټولې هغه څېرې چې کلېر مېسود پنځولې دي، دوی په يو ډول پاروونکي نامطلوب نارينه دي. د دې دليل چې دوی هم پاروونکي او هم نامطلوب دي، خو جادويي اغېز هم لري، دا دی چې دوی ځواک لري، نو خبره د ځواک ده چې څنګه په ادب کې انځور شوی دی.

کله چې نارينه ځواک لري، کېدی شي نامطلوبې څېرې وي، خو غواړو چې ورسره وو. خو کله چې نامطلوبې څېرې ښځينه وي، نو خبره بيا يو څه پېچلې وي."

بله انګرېزه ليکواله فې وېلډن بيا باوري ده چې ښځې کتاب د ملګرتيا په موخه لولي، او ګواکې شريرې ښځينه څېرې لا ډېر مينه وال لوستونکي لري.

"کتابونه هم شته او ادبيات هم، کله چې ښځې کتابونه لولي، دوی يې د يو ساده دليل لپاره لولي، دوی ملګري نه لريي او غواړي ملګري ومومي، نو کتاب د وخت تېرولو تر ټولو ښه ملګری دی.

که څوک ادب لولي نو بيا د يو داسې څه په په لټه کوي، په معلوماتو په کې وي، او د خپل خيال ساحه پرې پراخه کړي، نو په ټوله کې خبره له دې سره تړلې چې ولې څوک لوست کوي.

خبره د ريښتيا او هيلې ده. دا چې په يوه کيسه کې بدې ښځينه څېرې لوستونکې لري، زه به هم تر ډېره غواړم د ښو پر ځای د بدو ښځينه څېرو په اړه ليکنه وکړم."

په لوېديځو او پرمختللو ټولنو کې ليکوالان د وګړيو هرې برخې له تلوسې سره سمې ليکنې کوي.

ښځينه، نارينه، ماشومان، زلميان او مشران، د ټولنې هرې برخې له خوښې سمې ليکنې کېږي او د هرې برخې ليکنې يوه ادبي بڼه يا ژانر شوی دی.

ځينې څېړنې ښيي چې په تېرو څو لسيزو کې په نړيواله کچه د ښځينه ليکنو او يا هم د ښځو پر ژوند ليکنو ته لېوالتيا په لوړېدو ده. خو دا چې پښتو کې ښځينه او نارينه ادب ترمنځ پولې لري؟

ښځينه اديبانې څه ډول خپل خيال او فکر سپړي؟ او يوه ليکواله کيسه ليکنه کې څېرې او رولونه څه ډول کاږي؟

پر دې او نورو پوښتنو د دې اوونۍ پېلوځي کې بنډار کوو. چې له کابله ليکواله او د ښځينه ادبي ټولنو فعاله ساهره شريف او لندن مېشتې ليکواله او څېړونکې صفيه حليم راسره خبرې کوي.

برېښنايي کتابتون

چې خبره د ليک او لوست شوه، نو پوښتنه دا ده چې کتاب به تل د پاڼې په بڼه وي؟ ۲۱ مه پېړۍ د ټکنولوژۍ پېړۍ، هر څه په برېښنايي او شمېريزه بڼه خپرېږي.

امريکا چې د انټرنېټ او برېښنا ليکونو مخکښ هېواد دی، اوس په کې تکل شوی چې نژدې راتولونکي کې برېښنايي يا شميرزو کتابتونوه پرانيزي. جاوېد کوټوال له واشنګټنه د دې تابيا کيسه راکوي.