په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل غاصبین صنعتي پارکونه نه پرېږدي

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د ځمکې غصب له امله په کابل کې صنعتي پارکونه نه شي جوړولی.

انورالحق احدي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د کابل په ختیځ ۳۰۰۰ جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته بېله شوې، خو وايي عاصیبین یې نه پریږدي چې صنعتي پارکونه پکې جوړ کړي.

صنعتګر هم نیوکې کوي ، چې د تولیداتو لپاره کافي ځمکه په واک نه لري او حکومت یې سم لانیوی نه کوي.

د افغان صنعتګرانو د انديښنو اونیوکو په اړه په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر انورالحق احدي سره خبرې کړي.

په سر کې ښاغلي احدي پر هغو ننګونو او ستونزو خبرې کوي، چې صنعتګر ورسره مخامخ دي.